په فاریاب ولایت کې یو تن طالب وسلوال د ماین ایښودلو پرمهال ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د فارباب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو یو تن طالب وسلوال د فاریاب ولایت په اقچه ولسوالۍ بالاحصار سیمه کې د ماین ایښودلو پرمهال وژلی دی.
چارواکي زیاتوي، چې وژل شوی طالب وسلوال په یاد ولایت کې د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په موخه ماینونه ایښودل.
د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري زیاته شوې او د خپلو ځواکونو سره یو ځای د دښمن په وړاندې ولاړ دي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي وایي، طالبانو په دې ورستیو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته کار ویلي او هره ورځ دهېواد په مختلفو ولایتونوکې بې ګناه افغانان شهیدانوي.
عاطفه مصمم

Comments