په فاریاب ولایت کې د یو هوايی برید په پایله کې ۷ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې په یوه هوايي حمله کې د ۷ طالب وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو څانګه په یوه بیان کې وايي، دا وسلوال پرون ماسپښین وروسته له هغه په نښه شول چې د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قلعه کوسه کلي کې راټول شوي وو او غوښتل‌ یې پر افغان ځواکونو برید وکړي.
بیان کې راغلي، چې نوموړو طالبانو په وژل کېدو سره د دوي دوه پټنځایونه او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments