په فاریاب ولایت کې دیني عالمانو له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د فاریاب ولایت په قرقین ولسوالۍ کې دیني عالمانو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او د دوي دهڅو او قربانیو څخه یې مننه وکړه.
خبر پاڼه کې راغلي، چې یادو ديني عالمانو افغان امنیتي ځواکونه د دې خاورې رښتیني ساتونکي او اتلان وبلل او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
خبرپاڼ زیاتوي، دوی همدا راز له وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل، چې دجګړې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړئ او له افغان وژنې څخه لاس واخلئ.
عاطفه مصمم

Comments