په فاریاب ولایت کې دافغان ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات پیل شوي دي

comments 0

هندوکش – فاریاب: د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي، چې افغان ځواکونو دفاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي او په پایله کې ۱۰ کلي د طالب وسلوالو له شتون څخه پاک شوي دي.
نوموړي یادې خبرې دفاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ ته په سفر کې کړې او ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې هیڅ یوې وسلوالې ډلې ته به اجازه ورنه کړو، چې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
په عین حال کې دقیصار ولسوالۍ اوسیدونکو دهڅو او قربانیو څخه مننه وکړه او د تصفیوي عملیاتو د دوام غوښتنه یې وکړه.
عاطفه مصمم

Comments