په فارياب کې اوو طالب ترهګر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – فاریاب : د ۲۰۹ شاهين قول اردو له مطبوعاتي برخې څخه هندوکش ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولايت کې د ملي پوځ په عملیاتو کې اوو طالب وسله وال وژل شوي دي.

ياد عملیات چې په غورماچ، قيصار او دولت آباد کې اوس په جريان کې دولس طالبان پکې ټپیان شوي او ددوی دوه کړۍ خښ شوي ماينونه هم له منځه وړل شو يدي.

په دې عملیاتو کې افغان پوځيانو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ياده دې ويچې په فاریاب کې پيل شوي عمليات په بريالي ډول پر مخ ځي چې دښمن ته يي کلکه ضبربه ورکړې.

Comments

Leave a Reply