په فارياب کې په دفاعي بريد کې ۳۳ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ فارياب: په فارياب کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په دفاعي بريدونو او موخه ایزو عملیاتو کې ۳۳ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په خواجه سبزپوش، شرین تګاب او غورماچ کې د طالبانو څو مرکزونه هوايي ځواکونو په نښه کړي دي.
په دې بريدونو کې ولس ترهګر وژل شوي دي.
دې بريدونو کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان ملارحيم په ګډون د غورماچ ولسوالۍ د طالب قاضي ورور ملاقادر او څو نور مهم قومندانان مرګوني ټپيان شوي دي.
په عملیاتو کې د طالبانو دوه دهشکې، يو هاموي، يو رينجر موټر،درې موټرسايکلونه او يو ډيپو هم له منځه وړل شوي دي.
یاده دې وي چې يوه اندازه وسلې هم افغان ځواکونو غنيمت کړي دي.
عاطفه مصمم

Comments