په غور کې د طالبانو تر منځ خپل منځي درنه نښته

comments 0

0 Views

هندوکش ـ غور: په غور کې امنیتي سرچينې وايي چې د طالبانو بیلې شوې ډلې په ياد ولايت کې له يو بل سره په درنه نښته بوخت دي.

د طالبانوبیلې شوې ډلې چې مشري يي ملارسول کوي وايي چې دوی د طالبانو د منصوري عملیاتو پر ضد خپل پسرلني عملیات له غور څخه پيل کړي دي او خبرداری ورکوي چې نور به اجازه ورنکړي چې د هبت الله ډله د اسلامي امارت له نوم په ګټه اخيستو افغانان و وژني او يا مسلمه امت په روسانو او پنجابیانو وپلوري.

ددې ډلې مرستيال منان نيازي رسنیو ته ويلي دي:« په ۱۳۹۶ کال کې د هیواد بیلابيلې سيمې زموږ هدف دي او د افغانستان مسلمان ولس ته ډاډ ورکوم چې په روان کال کې به دوی د روسانو او پنجابیانو له ګډې پروژې چې مشري يي ملاهبت الله کوي وژغورو.»

نوموړی وايي چې په غور کې د پیلو شویو عملیاتو مشري مولوي فضل احد کوي چې دوه زره طالبان ورسره دي او ډير ژر به په يادو سیمو کې د هبت الله ډلې ګيلم ور ټول کړي. د دوی په خبره په روانو عملیاتو کې به داعش هم تر څارنې لاندې وي ځکه دوی هم پردۍ ښکارنده ده.

ویل کیږي د ملارسول ډلې د هبت الله پر ضد د خپلو بریدونو پيل د دولينه، ساغر، شهرک، پښتون زرغون، اوبې ولسوالۍ او د هرات له فارس ولسوالۍ څخه کړی دی او ډاډ يي ورکړی چې دوی به د هبت الله ډله چې د نورو په امر افغانستان ورانوي له منځه يوسي. دې طالب قومندان ويلي دي چې داعش او هبت الله ډله دواړه په افغانستان کې نورځای نلري او د داعش ځينې پټې کړنې په فيروزکوه او ځينو نورو سیمو کې دوی په کلکه څاري او ډير ژر به يي د نابودۍ په خاطر لاس په کار شي.

ويل کيږي تر دې دمه د ملارسول ډلې په غلچکي بريدونو او کمينونو کې د هبت الله ډلې لسګونو جنګيالي ژوندي نيولي دي او دوی پر نورو طالبانو هم غږ کړی دی چې د روسانو او پنجابیانو د لاس اله کيږي دې نه بلکه له دوی سره دې يو ځای شي او په ګډه دې د هبت الله ‌ډله چې د روسانو، پنجابيانو او نشه يي توکو د قاچاقبرو له لوري تغذيه کيږي له منځه يوسي.

امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply