په غور ولایت کې ۸ تنه وسلوال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ غور: دغور ولایت سیمه ییز چارواکی وايي، چې طالب وسلوالو تیره شپه د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د سړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کړي، چې په پایله کې ماین پرې چادونه کړې او په پایله کې د دوه طالب قوماندانو په ګډون ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ځايي مسولین زیاتوي، چې وسلوال طالبانو له جګړې لاس نه دی اخیستي او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ماینونه ځاي پرځاي کوي او بې ګناه انسانان شهیدانوي.
په ورته وخت کې ځايي اوسیدونکي په طالبانو غږ وکړ، چې نور تاوتریخوالی بس کړئ او اوربند وکړئ.
امیرحسین سلجوقي

Comments