په غور ولایت کې ۱۰ تنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ غور: د غور ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند امیرداد پارسا وايي، چې تیره ورځ د غور ولایت په اهنګرانو سیمه کې وسلوالو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوالو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونوپه ځوابیه برید کې دطالبانو بریدونه له ماتې سره مخامخ کړي، چې په پایله کې ۳ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال کې دیاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو دعملیاتو هرکلی کړی او په یاد ولایت ولایت کې د پراخو عملیاتو غوښتونکي شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments