په غور ولایت کې طالبانو د ملکي وګړو کورونو ته اور اچولی دی

comments 0

هندوکش ـ غور: د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ شمرغک کلی کې د ملکي وګړو کورورنو ته اور اچولی او د خلکو کورونه یې سوزولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو لومړی په یاده ولسوالۍ کې د ملکي وګړو کورونه باندې راکټی بریدونه کړی او ورسته یې ورته اور اچولی دی.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکی وایي، چې وسلوالو طالبانو په دې ولایت کې پراخ ظلم پیل کړی، دوی وایي طالبان دې د خلکو په وړاندې ظلم ته د پای ټکی کیږدي.
امیر حسین سلجوقي

Comments