په غور ولایت کې د طالبانو ۵کسیز ګروپ دسولې له پروسې سره يوځای شو

comments 0

هندوکش ــ بادغیس: د بادغیس والي ویاند نجم الدین برهاني وايي،چې تیره ورځ په بادغیس ولایت کې د طالبانو یو ۵کیسزه ډله دملا عبدالله په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای شوه.
چارواکي وايي، چې نوموړې ډلې د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د دولت پرضد وسلوال فعالیت کاوه، نوموړې ډلې دحقیقت په درکو لو سره خپلې وسلې پر ځمکه کیښودې او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شول.
تسلیم شوي طالب قوماندان وايي، کلونه د افغان ځواکونو په وړاندې وجنګیدم خو هیڅ ګټه مې ترلاسه نه کړه، نوموړي د دولت له مخالف وسلوالو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلئ او سولې له پروسې سره یوځای شئ.
امیرحسین سلجوقي

Comments