په غور ولایت کې دطالب جنګیالیو ۲۵کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای شوه

comments 0

هندوکش ــ غور: د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې دوسلوالو طالبانو یوه ۲۵کسیزه ډله دغور ولایت په شهرک ولسوالۍ کمنج سیمه کې دحاجي محسن خان په مشرۍ له جګړې لاس واخیست او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شوه.
چارواکي وايي، چې په دې ورستیو کې په یادولایت کې د طالبانو ۶۹ غړي د سولې له ملي پروسې سره یوځای شوي دی.
دوي وايي، په غور ولایت کې دافغان ځواکونو پراخ عملیات روان دي ترڅو وکولای شو دیاد ولایت ټولې سیمې دطالب جنګیالیو څڅه پاکې کړو.
امیر حسین سلجوقي

Comments