هندوکش – فاریاب: د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې اوه تنه ترهګړ وژل شوي دي.
عملیات ددغه ولایت په آب ګرمک سیمه کې په لاره اچول شوي وو.
ياد ترهګر چې افغان امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوي وو په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفینو يو موتر هم له منځه تلی دی.
ځایې مسوولین او د سیمې خلک وایې چې په شوي بريد کې ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.
هیره دې نه وي چې په فارياب کې د طالبانو پر ضد پيل شوي عملیات لا هم روان دي.
د فارياب امنيتي مسولين ډاډ ورکوي چې په دې ولايت کې به د تر هګرو ټغر ور ټول کړي.
امیر حسین سلجوقي
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.