په غزني کې ۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ غزني: پولیسو تېره ورځ ۱:۳۰ د قیقې د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالي کې ۳ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني ولایت امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتې.
دوه ورځې وړاندې هم کومانډو ځواکونو د غزني ښار په ارزوی کلان سیمه کې ۱۵ طالبان وژلي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي وو.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات تېز شوي، چې هره ورځ له ټول هېواد څخه د ۱۰۰ په شاوخوا کې طالبانو د وژلو خبرونه خپریږي.
شاه رسول غزنوي

Comments