په غزني کې ۳۵ پاکستاني ترهګر ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ غزني: افغان ځواکونو په تېرې یوې اونۍ کې په غزني ولایت کې د ۵۵ طالبانو په شمول ۳۵ پاکستاني ترهګر وژلي دي.
ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو په یادو بریدونو کې ۱۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې د ۳۵ پاکستاني ترهګرو په شمول یې ۹۰ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې سخت ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په یادو چاڼېزو عملیاتو کې د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.
دغه راز د افغان ځواکونو د انجینري څانګې مسوولینو د طالبانو ۱۳ کړۍ ماینونه، چې د ملکي وګړو د تګ راتګ په عمومي لارو کې یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.
باید یاده شي، چې د یاد ولایت په مقر، ګیلان، جغتو، قره باغ او اب‌بند ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات روان دي.
شاه رسول غزنوي

Comments