په غزني کې ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ غزني: ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
ملي دفاع وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني د قرباغ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
سرچینه زیاتوي، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې له افغان پوځیانو سره په دې نښته کې ۱۲ طالبان وژل شوي او د څلورو موټر سایکلونو په ګډون یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د طالبانو د بریدونو او په کې د ۱۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments