هندوکش ـ غزني: په غزني کې د روانو عملیاتو په لړ کې د اندړو په ولسوالۍ کې ۳۳ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني امنيتي مسولین وايي چې عملیات د اندړو ولسوالۍ په خاني بابا، زړي او دلیل کلیو کې ترسره شوي دي چې په دې عملیاتو کې پنځه افغان سرتیري هم ټپيان شوي دي.
په عملیاتو کې د غزني د امنیتي مسولینو په خبره شل ترهګر وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
په دې عملیاتو کې د طالب ترهګرو يو ډاډسن موټر چې دهشکه هم پرې نصب شوې وه له يو موټرسايکل او وسلو سره يو ځای افغان سرتیرو نيولې.
په عملیاتو کې د ملي پوځ دوه سرتیري شهیدان شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
باید وویل چې طالبانو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د تل په څير د دوی ويندويان او رسنيز مبلغين چوپ دي.