په غزني کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ۸۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ غزني: غزني ولایت مقام د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد ولایت په مقر، ګیلان او اندړ ولسواليو کې د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني ترهګرو په شمول ۸۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه کاږي، چې په ګیلان ولسوالي کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي او دېرش نور ټپیان.
دغه راز د دوی د معلوماتو له مخې، په اندړو ولسوالي کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې تر ۳۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی زیاتوي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو پر مهال د مقر ولسوالي اړوند سیمو کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده ، چې افغان ځواکونو په یادونو بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي او دوی ته یې سخت مالي زیان اړولی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments