په غزني کې د سړک غاړې ماینونو د جوړولو یو پټنځای کشف او له منځه یوړل شو

comments 0

هندوکش ـ غزني: د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ملي پولیسو د غزني ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د تلوېزیون جوړونې د کار ځای تر نامه لاندې یوه هټۍ چې د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف کړې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې له یادې هټۍ څخه د یو کړۍ ماین سربېره چې په یو پایه تلوېزیون کې د ترهګریزو پېښو په موخه په ځیرک ډول ځای پر ځای شوی و، یو اندازه نور وسایل او چاودېدونکي توکي هم چې د ماینونو په جوړولو کې تر استفاده کېږي، کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د دې هټۍ څښتن او درې نور همکاران یې نیول شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments