په غزني کې د بې پيلوټه اتلوتکې په بريد پنځوس طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ غزني: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ۲۶ وسله وال وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

لومړی برید د ډرون پر مټ شوی وو چې کله طالبان د په نښه شویو کسانو د ژغورنې په خاطر سيمې ته راغلي وو بل بريد پرې شوی دی چې پنځوس تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

پيښه د روانې اونۍ په وروستیو کې د طالبانو په يو مرکز کې شوې.

د غزني د والي وياند  عارف نوري هم پيښه تاييدوي او وايي چې په سیمه کې عملیات روان وو او طالبانو غوښتل پر افغان سرتیرو برید وکړ چې د ځای تر تثبیت وروسته په نښه شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د حقاني په نوم يو لوی قومندان هم شامل دی چې په غزني کې د طالبانو پوځي مشر وو.

په کابل کې تر خونړيو بریدونو وروسته چې مسولیت يي طالبانو پر غاړه اخيستی دی دا د ولسمشر محمد اشرف غني د غچ اخيستو لومړی ګذار دی چې طالبانو ته ورکول شوی دی.

بلخوا په اندړو کې د پيښې عيني شاهدان هم وايي چې حقاني نومي قومندان څو ځلې ناستې جوړې کړې وې څو د افغان ځواکونو د بريالیو عملیاتو پر وړاندې خنډ جوړ کړي چې په نښه شوي دي او ټول وژل شوي دي.

Comments

Leave a Reply