په غزني کې د القاعدې مرستيال عاصم پنجاب هلاک شوی

comments 0

هندوکش _ غزنی: په غزني کې د واغظ ولسوالۍ په سربلند کلي کې تيره شپه په هوايي بريد کې د القاعدې ډلې د هند د نيمه وچې لپاره ټاکل شوی مسول عاصم پنجابی له شپږو تنو نورو سره يو ځای د هوايي ځواکونو په يو هدفمند برید کې هلاک شوی دی.
له دې پنجابي سره شپږ تنه نور مهم کسان هم وو چې په اړه يي جزييات نشته دي خو په برید کې د پنجابیانو يو ميل دهشکه، يوه اندازه وسلې، دوه پايي مخابرې او یومهم مرکز په بشپړ ډول له منځه تلی دی.
ابوعاصم پنجاب چې د آی اس آی پخوانی افسر وو په غزني کې يي د يو پټ مرکز په لرلو سره طالب باغیانو ته هم روزنه ورکوله او په هند کې به يي د پاکستان پټه جګړه له افغانستان څخه رهبري کوله.
شاه رسول غزنوی

Comments