په غزني کې دداعش ډلی د جلب او جذب مسول ونیول شو

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني امنیه قوماندانې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان پولیسو په عملیاتو کې د داعش د جلب او جذب مسول نیول شوې دې.
د امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد مشعل په وینا، په غزني ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د جلب و جذب مسؤول ملا ادریس مشهور په ملا ابوذر پولیسو نیولی دی.
د غزني امنیه قوماندان رسنیو ته ویلي، چې ملا ابوذر غزني ښار کې د پولیسو له خوا ونیول شو.
نوموړي زیاته کړه، چې د داعش د جلب و جذب دغه مسؤول ملا ابوذر د لیسانس تر کچې زده کړې لري او په غزني کې یې یو درملتون لري.
هغه ویلي، چې ملا ابوذر په غزني، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې د داعش د جلب او جذب مسوولت په غاړه درلود او په دې وروستیو کې په غزني ښار او ځینو ولسوالیو کې د داعش له پاره ځوانان جذبول چې د پولیسو له خوا ونیول شو.
شاه رسول غزنوي

Comments