په غزني ولایت کې ۷ تنه وسلوال طالبان هغه مهال ووژل شول چې د افغان ځواکونو په پوستو یې د برید پلان درلود

comments 0

هندوکش ـ غزني: د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو دغزني ولایت په اندړ ولسوالۍ په چغ سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او په نتیجه کې یې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو او افغان ځواکونو په یاده نښته کې یو میل راکټ، یو میل پیکا او ۳ دانې شپني دوربینونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوی وايي، چې په نوموړې نښته کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
شاه رسول غزنوي

Comments