په غزني ولایت کې د طالبانو ماین چاودنې ۳ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش ــ غزني: د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي،چې و سلوالو طالبانو په غزني ولایت کې دسړک پرغاړه ماین ځاي پرځاي کړی وو، چې په ترڅ کې یې ۳تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي زیاتوي، چې په نوموړې چاودنه کې ۱تن ملکي وګړي وژل شوي او ۲تنه ټپیان شوي دي.
دښاغلي نوري له قوله، یاده چاودنه هغه مهال رامنځته شوې،چې په یوه موټر کې سپره سورلۍ دغزني مرکز ته په لاره روان و،چې په ماین برابر شو اوماین پرې چاودنه وکړه.
شاه رسول غزنوي

Comments