په عیش کې ډوب طالبان؛ ټول طالب مشران تر یو ډېر ودونه لري؟

comments 0

هندوکش ــ کابل: د طالبانو ډېری مشرانو له یوه زیات ودونه کړي. د دې ډلې بنسټګر ملا محمد عمر او د هغه ځایناستي ملا اختر منصور دواړو درې – درې مېرمنې درلودې او اوسنی مشر یې ملا هبت الله دوه ودونه کړي دي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر مشر ملا عبدالغني برادر درې مېرمنې لري. د ده د وروستۍ مېرمنې په هکله ویل کېږي، چې هغه مهال یې ورسره واده کړی، چې پاکستان کې زنداني و.
په دوحه کې بین الافغاني خبرو کې ښکېل ډېری طالبان مشران له یوې ډېرې مېرمنې لري.
دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په ګوانتانامو زندان کې بندیان وو او له راخوشي کېدو وروسته یې د لوړو ولورونو بدل کې نوي ودونه کړي دي.
کله چې خبریال له طالب سرچینې پوښتنه وکړه، چې کوم یوه طالب مشر له یوه زیات ودونه کړي، ساده ځواب یې ورکړ ‘کوم یوه نه دي کړي؟ ‘
له کلونو راهیسې افغان حکومتي چارواکي تور پورې کوي، چې داسې حال کې چې طالب مشران ارام او سوکاله ژوند تېروي، عادي وسله وال یې د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال په ډاوس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې پر مهال وویل:
ښه خبره دا ده چې یوه لور ته د وسله والو طالبانو جنګیالي له جګړې ستړي شوي، بل لور ته د طالبانو مشران څلورم او پنځم واده کوي.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو، چې د سولې خبرو کې د ګډون سره همهاله ځینې طالب قومندانانو په هېواد کې دننه په زور هم ودونه کړي، چې د منفي تاثر لامل شوي.
بل لور ته په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، ځینې قومندانانو له دوو میلیونو تر اته میلیونو پورې افغانۍ ولورونه ورکړي چې یا له نامالومو لارو تر لاسه شوې او یا د تحریک له پیسو اخیستل شوې او له دې کبله هم له طالب مشرانو سره اندېښنې ډېرې شوې وې.
څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله د دغې ډلې له مشرانو او قومندانانو غوښتي چې له یوه زیاتو ودونو څخه ډډه وکړي،
د طالبانو یو شمېر سرچینو په دې هکله ویلي، د بل واده لپاره د طالب قومندانانو له لوري د هغو پیسو غوښتنې په ډېرېدو وې، چې د افغانستان او پاکستان په ځینې سیمو کې د ناوې کورنۍ ته د ولور په نامه ورکول کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments