په عوایدو روږدي طالب مشران

comments 0

د طالبانو مشران له یو کال څخه بل ته هوښیاریږي او لښکرې یې بیا له یو کال څخه بل کار ته عقل ته له لاسه ورکوې، دا مې خبره مې ځکه وکړه چې اوس طالب مشران چې هره سیمه کې وي، هڅه کوي په خپلو ملیشو یو داسې ځای تر تسلط لاندې راولي چې عایداتي سرچینه وي.
د افغانستان اوسنۍ جګړې ته ځیر شئ، په ډیرو هغه سیمو کې جګړې وې، چرته چې عایداتي سرچینې وي چې مهم هغه یې کانونه دي.
د طالبانو د وړو ډلو مشران چې له لوی ډلې یې ځان جلا کړی، خپل ځان او ډله د ملي شتمنیو په لوټ تالان تالان ساتي او هڅه یې دا وي چې هغه سیمې تر کنټرول لاندې راولي، کومې چې ډير عواید لري.
د طالبانو د وړو ډلو مشران ډير کله په عایداتي سیمو یو بل وژني او هيڅکله د نورو مشرانو خبرې ته غوږ نه ږدي، ځکه اوس له پاسه پیسې پرې بندې شوي او وړې ډلې د ځان د تغذیه کولو لپاره ان د خلکو کورونه لوټي او یا د عشر او زکات په نوم یې وهي ډبوي.
د کورنیو جګړو او ټوپکسالارۍ په وخت کې کلیوالو کې یوه کیسه مشهوره وه، هغه کسان به چې قومندانانو پسې ګرځیدل د (بوري) بچې به یې ورته ویل، د بوري بچی عموما کلیو کې هغو کسانو ته ویل کیږي چې کورنۍ ورته پاملرنه نه کوي او هیڅ ډول کیسه کې یې نه یې.
نو د طالبانو د وړو ډلو مشرانو سره د بوري بچي دي او هر ځای او په هر چا یې چې ور واچوي کیسه کې یې نه دي، وهي، ډبوي او که ډیر جنجال اوږد شي، وژني یې، نو ځینې کسان له مجبورې ورځې د طالبانو وړو ډلو ته د عشر په نوم پيسې ورکوي او طالب مشران پرې د اولادونو راتلونکی جوړوي.
تاسو به په ځینو سیمو کې اوریدلي وي چې طالبان د خپلسري کانونه کیندي، پاکستان ته یې په وړیا بیه قاچاق کوي او له دې درکه په لاس راغلو پیسو باندې له هېواده د باندې د ځان او اولادونو لپاره ارام ژوند جوړوي.
د طالبانو ملیشې دا هر څه ګوري، خو عقل نشته چې په کار یې واچوي چې څنګه د هغه مشر لپاره وطن وران کړم او پردې اولادونه ووژنم چې ملي شتمني لوټي او د ځان لپاره پرې ژوند جوړوي، د طالبانو د وړو ډلو مشران خپلو ملیشو ته وايي چې په دې پیسو د جنګ لپاره مهمات رانیسي، خو دا هر څه ځکه دروغ دي چې طالبانو ته ټول مهمات پاکستان برابروي او هغه پیسې چې د غلا او ملي شتمنیو د لوټ تالان له درکه یې په لاس راوړي، ټولې د اولادونو د راتلونکي لپاره سرمایه ګذاري کوي.
د طالبانو ملیشې به لکه د جنګسالارانود ملیشو په څېر وروسته پوه شي، تاسو اوس جنګسالارانو ته وګورئ چې لوړې ماڼۍ لري، اولادونو یې په بهر کې زده کړې وکړې، دا هر څه یې په پردیو بچو جوړ کړل، لکه نن چې طالب مشران لګیا دي ژوند جوړوي او د بوري بچیان هره ورځ پرې وژني.
نو اوس هم وخت دی، نباید د هغه چا لپاره قرباني ورکړل شي چې فریبانه لهجه باندې ځان د اسلام داعي بولي، خو په اصل کې پرديپال او پيسو دوست وي چې د خپل راتلونکي لپاره هېواد او پردي اولادونه وژني.
عبدالمنان توحیدیار

Comments

Leave a Reply