په عامه لارو او سړکونو ماینونه شنډ شول

comments 0

هندوکش – کندهار:د کندهار پولیس وایي، غورک ولسوالۍ پر سړکونو او لارو یې هغه اوه لوی ماینونه شنډ کړي چې د طالبانو له لوري ځای په ځای شوي و.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي، تېره ورځ د غورک ولسوالۍ اړوند سیمو کې د پولیسو انجنیرۍ ټیم د کشفي راپورنو له مخې د طالبانو هغه اوه ماینونه شنډ کړي چې په عامه لارو کې یې ځای په ځای کړي و.
د دراني په خبره د کندهار په ډيرو ولسوالیو کې طالبان په عامه لارو کې ماینونه ږدي چې ډیر کله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کیږي.
ننګیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply