په شمال کې ایرانی طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش: په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وايي چې دوی په فارياب کې ۲۹ طالب ترهګر وژلي چې دوه پکې ایرانيان دي.
ويل کيږي په وژل شویو کې دوه ایرانیان چې قومندان وو يو يي ملا جندالله نوميده چې نوی له ایران څخه راغلی وو.
بلخوا په شمال کې ځينې طالب سرچینو له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې په وروستیو کې له دوی سره يوازې د ایران لیدنې کتنې نه دي ډيرې شوي بلکه ځينې ایرانيان هم له دوی سره يو ځای شوي دي.
سرچينې وويل:« ایرانيان موږ ته د بم جوړونې، او ځينې جنګي تکتيکونو په برخه کې زده کړې راکوي، يو شمېر يي هغه وسلې هم را ښيي چې موږ ته نوې راکول شوي دي او ایرانۍ دي.»
دوی وايي چې ایرانيان په هرات او فراه کې هم له دوی سره مرسته کوي او تر ډيره يي يآدې مرستې مشروطې وي.
دا سرچينه زیاتوي:« ایرانيان وايي چې طالبان دې يوازې د اوبو د مدیریت مخه ونيسی نور به دوی ایران ته ازادانه راتللی شي، دوی موږ ته ځانګړي کارتونه هم راکړي چې کله له پولې اوړو ایراني پوليسو ته يي ښيو تر زاهدان پورې مو هيڅوک موټر نه دروي.»
يادې ادعاوې په داسې حال کې شوي دي چې تر دې مخکې په غزني کې افغان ځواکونو ایرانۍ وسلې هم نيولې وې او طالب پلاوی هم اوس په ښکاره ایران ته تلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments