په سومالیا کې بمي چاودنې ۶۰ کسان وژلي

comments 0

هندوکش ــ سومالیا: چارواکي وايي، د سومالیا د سر ښار موګادېشو پر یوې امنیتي پوستې په یوه بمي چاودنه کې چې له باروتو ډکې د یوې لارۍ په واسطه وشوه، لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.
د پولیسو یو افسر ابراهیم محمد وايي، چاودنه ډېره ویجاړوونکې وه او کېدای شي د تلفاتو شمېره لوړه شي.
د موګادېشو ښاروال عمر محمد د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، حکومت د ۹۰ ولسي کسانو ژوبلېدل تایید کړي چې زیاتره یې زده کوونکي دي.
په موګادېشو کې په تېرو څو کلونو کې دا تر تولو خونړۍ چاودنه ګڼل شوې ده.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده منلې.
د القاعده سره تړلې الشباب ډله په پرله پسې توګه په سومالیا کې دا ډول بریدونه ترسره کوي.
عزت تبیان

Comments