په سوله د امریکا ټینګار

comments 0

هندوکش – کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي، ښکیل اړخونه باید له موقع ګټه پورته کړي او په دوحه کې د مذاکراتو لپاره د ګډونوالو پر نوملړ هوکړه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا خبرې دوه ورځې وړاندې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې کړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې هوکړه کړې چې د دوحې کنفرانس د سولې خبرو پرمختګ لپاه ښه موقع برابرولی شي.
مایک پمپیو په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په ځنډیدو د خواشېنۍ د ښودلو سربیره د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments