په سمنګانو ولایت کې ۵۲ میله مختلفې سپکې او درنې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې

comments 0

هندوکش ــ سمنګان: د سمنګان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي، چې دفاریاب ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې دافغان ځواکونو دعملیاتو په پایله کې ترلاسه شوې مختلفې سپکې او درنې وسلې د بې وسلې کولو ملي پروګرام «ډایاګ»ته دیو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارلې.
نوموړی وایی، چې په یادو وسلو کې کلاشینکوفونه، تفنګچې او یو شمیر نورې وسلې شاملې دي.
نوموړي زیاتوي، چې د نیول شوو وسلوالو په تړاو ۴۰ تنه تورن کسان نیول شوي او دعدلې او قضایی ارګانونو ته معرفي شوي دي.
عاطفه مصمم

Comments