په سعودي کي د کعبې شریفي امام په افغانستان کي روانه جګړه ناروا اعلان کړه

comments 0

هندوکش – سعودي: د اسلام ددوو سترو جوماتونو حرمين الشرىفين امامانو د جمعې د لمانځه په خطبو کې په افغانستان کي جګړه ناروال وبلل او پر سولي کولو يې ټينګار وکړ.
دا په تېرو ١٧ کلونو کې لومړى ځل دى، چې د په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د جمعې د خطبو پر مهال د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې دعا کېږي.
په حرمينو کې د جمعې دغه خطبې د افغانستان، سولې او ورورولۍ لپاره ځانګړې سوي وې دواړو علماوو پر همدې موضوع ګانو خپلې خطبې وويل.
په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام او د حرمينو الشريفينو د ادارې مشر شيخ عبدالرحمن السديس وایي چې افغانستان کې د زیاتو چاودنو ، بمباریو ، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام او بې ګناه ولسونه دی.
نو ځکه تر جګړې کولو سمدلاسه اور بند ، سیاسي خبرې او روغه جوړه کول تر ټولو افضل جهاد دي . د روژې او کوچني اختر په تېرېدو مسلمانانو ته مبارکي ورکړه.
هغه زياته کړه، چې اسلامي شريعت پر ورورولۍ ټينګار او د مسلمانانو ترمنځ يې نفاق او تفرقه سخته منع ګرځولې ده.
شيخ سديس د تير کوچني اختر پر مهال د افغان لوريو ترمنځ د اوربند هرکلى وکړ او ددې اوربند دغځولو غوښتنه يې وکړه.
هغه زياته کړه، چې د سعودي حکومت او خلک له کلونو راهيسې د افغانانو ملاتړ کوي او اوسنى بادشاه سلمان بن العزيز په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه لري.
بلخوا په مدينه منوره کې د مسجد نبوي امام شيخ دوکتور عبدالله بن عبدالرحمن البعيجان هم د جمعې په خطبه کې د افغانستان د سولې لپاره دعا وکړه او دتېر اختر پر مهال ددواړو لوريو ترمنځ د اوربند هرکلى وکړ.
هغه ټول افغانان مخاطب کړل او د سولې او ورورولۍ په اړه يې د قران کريم ځينې ايتونو وړاندې کړل.
شيخ عبدالله وويل، چې د مسلمانانو د وينو د توييدنې د مخنيوي لپاره له ځېنو خبرو تيريدل ، لوى مصلحت او لوى اجرونه لري .
نوموړي له افغان حکومت او وسله والو مخالفينو غوښتي، چې د خپلو خلکو د وينې تويېدنې مخه ونيسي او خپلو منځو کې سوله وکړي
محمد امان دوران
سرچینه : کندهار ملي

Comments