په سرپل کې ۱۳ تنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت امنیتي چاوراکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۶ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۷ تنه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د سرپل والي وايي، چې د افغان ځواکونو له لوري په تصفیوي عملیاتو کې ۶ تنو طالبانو په وژل کیدو او ۷ تنو په تپي کیدو سربیره ۴ کلي د طالبانو له فعالیتونو څخه په بشپړ ډول پاک کړي دي.
نوموړی وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې به د افغان امنیتي ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات لاپراخ کړو، ترڅو نوموړې ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه شي.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو هرکلي کړی او د پراخو عملیاتو غوښتنه یې کړې.
عاطفه مصمم

Comments