په سرپل کې د طالبانو لخوا یوه ښځه په ډزو وژل شوې

comments 0

هندوکش ـ سرپل : طالبانو د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ۲۵ کلنه ښځه په ډزو وژلې.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني هندوکش نیوز ته ویلي :وژل شوې مېرمن پري نومېده چې طالبانو یوه شپه وړاندې د سانچارک ولسوالۍ د دوتون په سیمه کې په دزو وژلې.
ښاغلي اماني د یادې مېرمنې د وژلو انګېزه داسې بیان کړه دا مېرمن له خپل مخکېني خاوند څخه بېله شوې او له یو بل کس سره یې واده کړی وو مګر وروسته له څو میاشتو له مخکیني خاوند څخه د ماشوم درلودلو له امله له پخواني خاوند سره د یو ځای کېدو غوښتونکې وه.
اماني زیاته کړه :ددې مېرمنې پلار چې د جومات امامت پرغاړه لري کېدای شي د خپلې لور په قتل کې لاس ولري.
دا پداسې حال کې ده څه موده وړاندې هم طالبانو او داعش وسله والو د سرپل په میرزاولنګ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي قتل عام کړلږ
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply