په سرپل ولایت کې ۲ تنه طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار د سرپل ولایت په مرکزاړوند ګولای تخته سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو برید کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ‌ډزو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او په پایله کې ۲ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۲ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره د طالبانو یو پوځي مرکز له منځه وړل شوی دی.
دوی زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
عاطفه مصمم

Comments