په سرپل ولایت کې د طالبانو یو سیمه ایز قوماندان افغان ځواکونو ته تسلیم شو

comments 0

هندوکش ــ سرپل: د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په سرپل ولایت کې دطالبانو سیمه ایز قوماندان افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې تسلیم شوي سیمه ایز قوماندان مولوي نورالدین نومیږي او په رییس مشهور دي، له حقیقت درکولو وروسته یې خپله وسله پرځمکه کېښوده او ځان یې افغان ځواکونو ته تسلیم کړی دی.
عاطفه مصمم

Comments