په سرپل ولایت کې دطالبانو یو ۹ کیسزه ګروپ دسولې له پروسې سره یوځای شو

comments 0

هندوکش – سرپل : دوسلوالو طالبانو یو ۹ کیسزه ډله دسرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې له جګړې لاس واخیست او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شول.
دسرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، چې یادې ډلې دحقیقت په درک کولو ورسته خپلې وسلې په ځمکه کیښودې او ځانونه یې له وسلو سره یوځای افغان ځواکونو ته تسلیم کړل.
یاده ډله له وسلوالو طالبانو غواړې،چې نور دې دخپلو هېوادوالو په وړاندې له جګړې لاس واخلي او بې ګناه خلک دې نه وژني،خپلې وسلې دې پر ځمکه کیږدي او ځانونه دې افغان ځواکونوته تسلیم کړي.
عاطفه مصمم

Comments