په سالمو خوړو سره د وزن کمول

comments 0

0 Views

د وزن کمښت بې له دي چي سړی د نه خوړو رژيم هم ونه نيسي امکان لري. داسي ډېري لاري شته چي سړی خوراک هم وکړي ولي وزن ئې لږ شي. په دې لیکنه کې تاسې ته څو لاري ښوول کیږي چي خپل وزن څرنگه لږ کړئ
1. د اوبو څښل ! اوبه ډېرې وڅښئ ، د بېلګې په توګه که ۶۰ کیلو ګرامه وزن ولرئ باید د ورځې ۱.۸ لیتره اوبه وڅښئ.
2. د ورځې حرکت ډېرول! فزیکي فعالیت بدن ګړندی کوي .ضرور نده چې په ساعتونو په لوبغالو کې سړی وځغلي او خولې توی کړي . تاسې کولای شئ د ورځې خپل ځان ته یو وخت وټاکی او پلي تګ وکړئ ، پلي تګ د وازګو د ویلې کېدو سبب کیږي.
3. د کچالو پرځای سبزیجات وخورئ! د سره کړو کچالو له خوراکه ډډه وکړئ ، پر ځای یې سبزي ، پالک او مېوې وخورئ .
4. ډوډۍ په کراره وخورئ! له خوړو خوند واخلئ ،هره ګوله کرار وژووی ، په کمو خوړو هم مړېدای شئ.
5. د خوراک پروسه مو ولیکئ! ځان سره یوه کتابچه ولرئ د ورځې خوراک مو پکې ولیکئ څه وخت مو څومره اندازه خوراک کړئ، د څو ورځو په تېرېدو کولای شئ د ځان لپاره یو مناسب مهال وېښ ترتیب کړئ.
6. ښه بدیل! په مکرونیو باندې د غوړیو تر توئېدلو به ښه وي چې د رومي بادنجانو روب ورسره وخوړل شي.
7. له قنده پرهېز وکړئ! د قند له خوراکه ډډه وکړئ د قندو پرځای شات نوش جان کړئ.
8. منظم خوب! کوښښ وکړئ خوب مو منظم کړئ منظم خوب د وزن کمېدو سره مرسته کوي ۷ تر ۸ ساعته خوب وکړئ.
9. وخاندئ! خندا د وزن د کمښت سبب کيږي . د نوو څېړنو له مخې هغه انسانان چې د ورځې ۱۵ دقیقې خاندي د کالري سوځل یې تر نورو ۲۰ سلنه زیات وي. خندا دغه راز د استرس هورمون مخنیوی کوي . سترس هورمون د وزن د زیاتېدو سبب کیږي.
10. حمام په تودو اوبو ځان وینځل د وزن کمېدو سبب کيږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply