طالبانو په زابل کې یو پاکستان ضد عالم په شهادت ورساوو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کلات: ډير کم افغان علما د پاکستان د شومو موخو پر وړاندې خولو چوله خو ځينې بیا ډير په جرأت د ياد هیواد وحشتونه او پلانونه غندي.

مولوي عبدالحکيم يو له هغو په وطن او اسلام مينو علماوو څخه وو چې تل به يي په ډاګه په افغانستان کې د پاکستان سیاستونه او طالب وحشتونه غندل.

شهيد مولوي عبدالحکيم په زابل کې د امامت تر څنګ د علماوود شورا د مرستيال دنده هم پر مخ وړله.

په زابل کې سرچينو ويلي دي چې ياد ديني عال په ډزو سره په شهادت رسيدلی دی او د قاتلینو د نيول کيدو په خاطر يي هڅې روانې دي.

دې ديني عالم به تل  د پاکستان پر ضد تندې خبرې کولې او ډيرې ويډيوګانې يي تر ميليونونو افغانانو پورې رسيدلې وې.

مولوی عبدالحکيم شهيد به پاکستان د انګریز له لوري د اسلام د نوم بدۍ پروژه بلله او په ياد هیواد کې ميشت طالبان او شل نورې ترهګرې ډلې له کلیسا څخه حمايه کيدونکې بللې.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply