په زابل کې د طالبانو پنځه کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل د ولایت ویاند رسنیو سره په خبرو کې په ویلي چې ددولت او وسله والو ترمنځ په نښتو کې د وسله والو پنځه کسان وژل شوي دي.
د ویاند ګل اسلام سیال په وینا، جګړه چې تیره شپه د یاد ولایت په میزانې ولسوالۍ کې رامنځته شوې له امله یې د ملي اردو دوه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
“تېره شپه شا او خوا ١١ بجې د مېزانې ولسوالۍ د ويس محمد خان کمپ په سيمه کې له ملي اردو سره په جګړه کې د وسله والو طالبانو ٩ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په دې جګړه کې د طالبانو ٥ تنه وژل شوي او ۴ يې ټپيان دي، ځينې سپکې او درنې وسلې يې هم له منځه لاړې.”
تردې دمه وسله والو په زابل کې د شوې جګړې په اړه څه دي نه ويلي.
عمران احمدزې

Comments