په زابل کې د طالبانو له زندانه 53 کسان آزاد شوي دي

comments 0

هندوکش – زابل: کورنيو چارو وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو د زابل ولايت په داى چوپان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ٥٣ نظامي او ملکي کسان خوشې کړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وويل چې د هغو عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه په يادې ولسوالۍ کې تر سره شوي ٥٣کسان خوشې شوي دي.
هغه زياته کړه چې په خوشې شويو کسانو کې ٣٦ تنه د ملي اردو او کومانډو سرتېري، ٨ پوليس، يو د ملي امنيت کارمند او اته عام وګړي شامل دي.
ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ٥٣کسانو د خوشې کېدو پخلى کړى دى. وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments