په زابل ولایت کې د سولې په نوم د لسو زرو نیالګیو د ایښدو لړۍ پیل شوه

comments 0

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې دسولې په نوم د۱۰۰۰۰ نیالګیو دکینولو لړۍ پیل شوه.
د زابل ولایت ښاروال صدرالدین زیور وايي، چې په یاد نیالګي د ښار په هغو سیمو کې ایښودل کیږي، چې د ښار ښکلا ورسره نوره هم زیاته شي.
نوموړی زیاتوي، چې په یادو ۱۰۰۰۰ نیالګیو کې میوه لرونکي او غیر میوه لرونکو نیالګیو سربیره ګڼ شمیر زینتي بوټي هم په کې شامل دي.
د زابل ولایت ځايي چاواکي له ټولو زابلیانو څخه غوښتنه کوي، چې یو نیالګی د ځان لپاره او بل د افغانستان لپاره کېنوي.
ننګیالی کوهنورد

Comments