په زابل ولایت که ۱۸ تنه طالبان وژل شوی ده

comments 0

هندوکش ـ زابل: د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري هندوکش پریس ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ د شاه جوی ولسوالۍ د جعفر او قیوم کلا په سیمو کې هوایي ځواکونو طالبان په نښه کړل.
هغه زیاته کړه: د وسله‌والو مخالفانو له لوري زموږ پر اکمالاتي کتار برید وشو چې د نظامي شورا د پرېکړې په اساس د ګډو ځواکونو او هوایي ځواکونو په ملتیا پر وسله ‌والو بریدونه وشول چې ۱۸ تنه په‌کې ووژل شول.
ښاغلي امیري زیاته کړه چې له بده مرغه په دې نښته کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې نښتې یو مخ کمې شوې دي او د اوربند پر مهال هم دواړو لورو حکومت او طالبانو ویلي و که مقابل لوری حمله وکړي دوی به ځوابي برید وکړي.
عبدالله اڅکزی

Comments