په روژه کې پر مسلمان ملت طالباني لورينې او د خوست وينې:

comments 0

0 Views

عصمت الله ډنګر
په روژه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زړه سوي، ترحم، مينې او ورور ولې اوازونه را پورته کيږي، حتی کفري ممالک هم په دې مبارکه مياشت کې مسلمانانو ته د مبارکۍ تر څنګ د سپينې ماڼۍ په څير د زمانې د فرعونيت په ستر مرکز کې د روژه ماتي مراسم نيسي. کفار شونې ده دا کارونه د ورځې د اړتيا په خاطر کوي ، خوپه ټول کې په اسلامي ټولنو کې زړه سوی تر پخوا ډير وي ان تر دې چې په ځينو ممالکو کې زموږ د ګران هیواد افغانستان په ګډون په لویو جوماتونو کې دسترخوانونه اوار وي څو فقیران، مسافر او يا کور ته پر لاره خو نه رسیدونکي روژتيان روژه ماته کړي، خو برعکس په اسلامي هیوادونو کې ترهګرې ډلې په هر حالت کې وحشتونه کوي او دا وحشتونه يي دومره ځورونکي،وحشي او ظالمانه دي چې هيڅ اټکل يي نشي کيدای.
پرون د معمول په څير د روژې د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وه، ولسونودا ورځ د الله حضور ته د دریدو او تیرو کړو ګناهونو د بښنې په نيت پيل کړه خو طالب بیا د وحشت په کولو سره په خوست کې يي په يو ځانمرګي وحشیانه بريد کې تر پنځه ويشتو ډير افغانان شهيدان کړل او نيږدې زر کورنۍ يي د وير په ټغر کينولې.
په ټولنیزوپاڼو کې که يو لوري ته ددې بريدونو د غندنې په خاطر ليکنې پيل شوې بل لوری ته طالبانو ډير کوښښ وکړ ځان ته برأت ورکړي ان تر دې چې شونې ده مستعار نومي پاکستاني وياند يي ((ذبیح الله مجاهد)) يي د بیرته لرې کولو هڅه هم کړي وي ځکه دوی لومړی لیکلي وو چې د ضربتي قطعې سرتيري په نښه شوي خو کله چې له سيمې انځورونه خپاره شول او رسنۍ ورغلې نو کيسه د طالبانو د خبرو په څير نه بلکه برعکس وه او ټول قربانيان يي ملکي وګړي وو.
طالبان يو عادت لري چې يو نيم وارې ډيره عجله کوي د دوی موخه له دې تلواره دا وي که چیرته ژر مسولیت وانخلي شونې ده داعش له کوم مبهمه ادرسه د دوی د کړي وحشت مسولیت ‎پر غاړه واخلي، په کندهار کې کله چې د چمن د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې په پلان شوي بريد کې عرب ديپلوماتان په شهادت ورسيدل طالبان اول خبر نه وو خو چې دا خبر شول چې دوی ته د چندو ورکونکو عربانو ديپلوماتان پکې شهيدان شوي وياند يي په ډيرې چټکۍ سره خپل کړي پوسټونه ډيليټ کړل خو ګټه يي ځکه نه کوله چې نن سبا خلک ډير هوښيار شوي دي او چې کله هم کوم خونړی برید کيږي د طالبانو د ټولو پاڼوانځورونه اخيستل کيږي.
په خوست کې پرونی وحشت هم ورته یو شی وو ذبیح الله مجاهد تازه خبر پورته کړ، وروسته يي لږ جزييات هم ورکړل خو کرار کرار له شرمه ډک سکوت ته ولاړ او تر نن پورې يي حتی يوه خبره هم بله نه ده کړې، خو برید کول یا نه کول به ډير نه شاربو بلکه زه په دې برخه کې څو برخې شاربا غواړم:
۱ـ د خوست بريد په اصل کې د روژې په مبارکه مياشت برید وو ځکه چې قربانيان يي روژتيان او ملکيان وو.
۲ـ د خوست بريد په اصل کې اسلام شرمول وو ځکه کفارو د روژې په خاطر زړه سوی وکړ طالب مو کورونو ته جنازې راوړې.
۳ـ د خوست بريد طالبانو چې د هر هدف لپاره کړی وي کوي دې ځکه له يوېي ځناورې ډلې نور د خیر تمه کول په خیر ملنډې دي ولې په کفري نړۍ کې تاسو باور وکړئ چې پر مسلمانانو هره شيبه را تنګيدونکې کړۍ د همدې وحشتونو يوه برخه ده.
۴ـ کفار هيڅکله نقلي دلايل نه مني يانې که ته ورسره بحث کوې آيت يا حديث ورته وايي نو دی يي نه مني مجبور يي عقلي دلایل ورته پیدا کړې خو د خوست پروني برید اسلام د وحشت دين معرفي کړ ځکه که ته کافر ته وايي چې وروره اسلام د مينې دین دی وايي ستاسو مينه به د خوست د بريد په څير په روژه کې انسان وژنه وي، د مزارشریف په څير به په جومات کې د عبادت کونکو ډله ايز شهادت وي او يا به هم په لویه لار کې ماين خښول او يا ړانده راکټي بريدونه….

نو په روژه کې په خوست کې شوی بريد که څه هم په پراخه کچه وغندل شو او دا زموږ ځوریدلی ولس ته يو ښه خبر دی ولې افسوس په دې راځي چې دلته لا هم د طالب حماقتونو او وحشتونو ته ځينې اسلامي نوم ورکوي او ځينې يي جهاد بولي.
قرآن په روژه کې نازل شوی دی او د قرآن لومړنی پیغام ولوله،ژوند وکړه، خیر ورسوه او ظلم مه کوه دی خو طالب برعکس ښونځي سوځوي،انسانان وژني، د خیر پرځای شر رسوي او ولسونه دردوي ولې موږ چوپ يو.
پخوا به په کلیو کې په جوماتونو کې ځای نه کيده،لوډ سپیکرې به هر لوري ته شرنګيدې خو د طالب د پنځلس کلن وحشت له امله جوماتونه تش وي، ډیر له ډاره جمعې او تراويحو ته نشي تلی،ولسي ژوند له ستونزو سره مخ دی، د فقر له امله په ډيرو کورونو کې ډوډۍ نشته، اوليه خدمات په نشت شمار دي،په کلي کې که د شپې ناروغ درپيدا شو نو يو به په لار کې له ماينونو ډاريږي او بل به په خامه لاره کې تر روغتون پورې رسیدل هم درته تدریجي مرګ وي. خو د افسوس او درد ځای دی موږ لا هم سر نه خلاصوو او يوازې د يوې لس زره کسيزې يا شل زره کسيزې ډلې بر وړاندې څلويښت يا ديرش میلیونه نفوس نه شي دریدای، ځانونه مسلمانان بولو خو پر اسلام روانه سوداګري نه غندو، ميړني يو خو د ميړانې عملي څرک مو هيڅ نه لګيږي.
په هر حال په پای کې يوه خبر کوم او هغه دا چې د خوست بريد د طالب د شرمولو لپاره يوه بله معجزه وه او ولس باید پوه شی چې د طالب غلامه، سپاکه، جاهله، ظالمه او بې ننګه ډله نه په دين زړه سوځوي او نه هم پر مسلمان ولس، طالب ته جومات هم هدف دی او لمونځ کونکی هم،روژه هم او روژه دار هم نو راځئ سرونه خلاص کړو.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply