په روژه کې پر سوداګرو او طالبانو د خلکو نيوکې ډير شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د روژې د مبارکې مياشتې له را رسیدو سره سم په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو ګرانيدلو او په هیواد کې د طالبانو د بريدونو دوام د خلکو نيوکې له ځان سره لرلي دي.
د هندوکش خبري آژانس خبري ټيم د کابل، کندهار، ننګرهار او هرات په څو سيمو کې په دې تړاو له خلکو سره خبرې کړي دي او عام خلک وايي چې له ولس سره دطالب او سوداګر دا چلند دوی ته د منلو نه دی.
د کابل اوسیدونکی منان چې په منډوي کې کراچۍ چلوي هندوکش ته وويل:« کار ډير کم دی د ورځې ايله دوه درې سوه افغانۍ پيدا کولی شم،ډيره ګرمي هم ده خو چې مازديګر دوکان ته دریږم نو ایله بیله د يو وخت ډوډۍ پرې کور ته وړی شم.» نوموړی وايي چې له وچې ډوډۍ پرته د هرڅه بيي په ځينو برخو کې حتی دوه برابره لوړې شوي دي.
د کابل يو بل اوسیدونکی جمعه خان زیارمل چې په خبره يي موټر چلوي وايي:« دې وطن ته د سوداګر او طالب قسم يو شان دی طالب مو په ځانمرګو بريدونو، ماينونو او راکټي بريدونو وژني او سوداګر مو په لوږه، بې کيفيته توکو او نورو لارو. زه ډير کوښښ کوم چې ایله ژوند وکړم ځکه کار ډير کم دی بل دا چې ډیره ګرمي ده د بوزې په څير ټوله ورځ کار نشم کړی بس په موږ خدای راوستې الله مو دې له ظالمو سوداګرو، هټۍ والو او طالبانو خلاص کړي.
.» د کندهار اوسیدونکی عبدالله بیا په دې ولايت کې د بيو ګرانوالی یو غیراسلامي عمل بولي او وايي:« آه وروره يو کارتن شيدي په ۴۵۰ افغانۍ وې اوس په ۵۷۰ افغانۍ شوي دي، بینډۍ چارک په شپيته افغانۍ وې، سل افغانيو ته لوړې سوي،رومي بانجان خو په خدای که بیخي د پوښتنې وړ وي، زه نه پوهيږم دلته څه ډول اسلاميت دی، زه خو فکر کوم په دوکان کې ناست دوکاندار خو يا مسلمان نه دی او يا يي روژه نه ده نيولې کينې دوی باید خدای ور حضور کړی وی.
.» د هرات اوسیدونکی سید نقيب الله کهزاد بیا وايي چې د طالبانو، سوداګرو او هټۍ والو له وحشته څخه د خلاصون لار د حکومت جديت دی او زیاتوی:« که موږ جدي حکومت لرلی نو اوس به نیمی دوکانونه ددې له کبله چې ظلم کوي تړلي وی، که حکومت وی د خوست د طالبانو تر شوي وحشت وروسته يي باید په رڼا ورځ په څلور لارو کې تر شلو ډير طالب بندیان په دارکړي وی، دلته مشکل دادی چې سوداګر او طالب دواړه ملت وژني خو حکومت يوه ته هم ورور وايي او بل ته هم».
د ننګرهار اوسیدونکی اجمل سرخرودی بیا له هندوکش سره په خبرو کې سوداګرو ته پيغور ورکړ:« موږ د کورنیوتولیداتو لپاره خپل خوښی کمپاين وکړ،په کوڅو کې وګرځيدو خو نن تر بهرنيو توکو کورنی تولید شوي توکي ډير ګران دي، زموږ سوداګر دې له خدایه حيا وکړي موږ دې نه اړباسي چې دا ځلې يي پر ضد کمپاين وکړو که مو د وطن په خاطر وړيا کمپاين ورته کړی اوس مو دا هم حق دی چې تر بهرنیو توکو افغاني توکي ارزانه وي».
د دوی په خبره په دې برخه کې د حکومت، روڼ اندو او علماوو چوپتيا هم د پوښتنې وړ ده ځکه که علما په ښارونو او خصوصا بازارونو کې په هغو مساجدو کې چې سوداګریزو مراکزو ته نيږدې دي د ولس غوښي خوړونکي هټۍ وال او سوداګر وننګوي نو فکر نه کوو چې کوم هټۍ وال دې دومره بدمعاش يا کافر طبیعته شي چې هرڅه دې ګران وپلوري.
دوی په يو غږ غوښتنه کوله چې ولس باید د پردي پالي او ظالم سوداګر او په روژه کې د افغان وژونکي طالب پر ضد باید يو موټی شي ځکه چې دواړه افغانان وژني خو د وژلوانداز يي بدل دی. ياده دي وي چې په روژه کې د تقاضا له ډيریدو سره سم په بازارونو کې د ډيرو توکو بيي په بې ساري ډول لوړيږي اوحتی ډير عادي خواړه هم يوه وړه کورنۍ په پنځه سوه افغانۍ نشي بر ابرولی.

فرهاد شهرانی
ننگیالی کوهنورد
امیر حسین سلجوقی
سپوژمی پوپل زی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply