په دشت ارچي کې د پنځلسو وژل شویو مهمو طالبانو هويتونه رسنيز شول

comments 0

هندوکش ـ کندز: په کندز کې پرون ماسپښين يوه بجه په هوايي بريد کې د طالبانو مشورتي ناسته په نښه شوه، اوس اوس ددې ناستې جزييات هم رسنيز شوي او د وژل شویو په منځ کې د څلورو تنو يو انځور هم هندوکش ته رسيدلی دی.

په اوايلوکې رسنيز معلومات دا وو چې په دې بريد کې ملکي وګړي وژل شوی دي او طالبان پکې نه دي وژل شوي خو اوس اوس په دې بريد کې د وژل شویو طالبانو هويتونه رسنيز شوی دي.

د طالبانو يوې نيږدې سرچينې هندوکش ته وويل چې په دې بريد کې پنځلس مهم طالب مشران وژل شوي دي چې مهم کسان يي لاندې دي:

۱ـ مولوي بريال د کوټې شورا غړی چې نوی له پاکستان څخه کندز ته راغلی وو.

۲ـ مولوي شاهدالله د دشت ارچي د نظامي کمیسیون غړی چې نوی له پاکستان څخه کندز ته راغلی وو.

۳ـ مولوي ممتاز د طالبانو د سرې قطعې روزونکی چې نوی له پاکستان څخه هیواد ته راغلی وو.

۴ـ مولوي حميدالله د کندز د نظامي کمیسيون رئيس

۵ـ قاری عماد د کندز لپاره د طالبانو مهم قومندان

۶ـ عبدالمالک مخلص د بغلان لپاره د طالبانو قومندان

او د سرې قطعې شپږ مهم غړي چې تر اوسه يي هويتونه نه دي افشا شوي په وژل شویو کسانو کې وو.

د دشت ارچي يو اوسیدونکي هندوکش ته وويل:« د دستار بندۍ په نوم غونډه نیول شوې وه، له دې مدرسې څخه چې بريد پرې شوی دی يو کس هم نه فارغ شوی وو نه يي زده کړې بشپړې کړي دي بلکه نویو راغلو طالب مشرانو په جوماتونو کې اعلان کړی وو چې په پاکستان کې د ځينو فارغ شویو طالبانو د دستاربندۍ مراسم دي.»

نوموړی وايي:« زه هم ورغلم په مدرسه کې د ننه په یو غټ تالار کې پټ مجلس روان وو چې ديرش تنو وسله والو او دوو ځانمرګو بریدګرو يي امنيت ساته، مدرسې ته د تګ اجازه نه وه او د باندې يو وړوکی تجير درول شوی وو او خلک پکې ناست وو او يو ملا خلک تش بوخت ساتلي وو.»

د هغه په خبره:« د الوتکو له راتګ سره سم منډې منډې شوې او له همدې امله يوه الوتکه په هوا کې ودريده او تالار له هوا څارل کيده چې کله خلک له خيمې د باندې ووتل هم هغې الوتکې پر تالار چیرته چې غونډه روانه وه او امنیت يي نیول شوی وو بريد وکړ.»

د نوموړي په خبره:« يوازې څو تنه ملکی وګړي پکې تلف شوي دي نورډيری خلک وتښتيدل او نه ملکي وګړي دې ځای ته راغلي وو ځکه خلک اوس پوی شوي دي چې له طالبانو سره په ناستو کې ګډون، دوی ته د شپې ورکول يا ورسره مرسته کول خطر لري نو ځکه خو ډير کم خلک ورغلي وو.»

د مدرسې د يو تن طالب العلم پلار وايي:« زما زوی په دې بريد کې ټپي شوی دی،دوی درې ورځې مخکې رخصت شوي وو ځکه د طالب مشرانو د راتګ آوازې وې او ډيری طالب مشران به په تیرو کلونو کې د شپې په همدې مدرسه کې پاتې کیدل خودوه ورځې مخکې ورته تلیفون شوی وو چې دستاربندي ده ته باید راشې، زوی مې چې ورغی بیا د بیرته وتلو اجازه نه وه ورکول شوې او  په خيمه کې ټپي شوی دی.»

د سیمې خلک وايي چې په مدرسه کې تر سلو ډير وسله وال او مسلح طالبان وو چې دوی ځينې پوځي تمرینات هم لرل او خلک يي هڅول څو خپل بچي له دوی سره يو ځای کړي.

په دې غونډه کې ویناوالو ملایانو جهاد فرض باله، شته نظام يي نامشروع او افغان ځواکونه يي غلامان بلل.

خلک وايي چې له ولسه نه يوازې د مرستې غوښتنه وشوه بلکه خبرداری ورکول شو چې د کورونو دروازې به نه بندوۍ او طالبانو ته به ډوډۍ او شپه ورکوئ.

Comments