په درو ولایتونو کې ۶ تنه د وسلوالو غلاوو په تړاو نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل، تخار او کاپیسا ولایتونو د امنیه قومندانیو ځواکونو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسلوالو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه د وسایطو د غلا، د تخار ولایت د تالقان ښار په نهرچمن سیمه کې دوه تنه غله او د کاپيسا ولایت د حصې اول کوهستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم دوه وسله‌وال غله نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د غلا شويو وسایطو سربېره، دوه میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.
عبید رادپور

Comments