په درغلۍ تورن د یوه روسي میلیونر تابعیت فسخ شو

comments 0

هندوکش – بلغاریه: بلغاریایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې یاد هیواد د یوه روسي میلیونر بلغاریايي تابعیت فسخ کړ.
په یوه خبرپاڼه کې چې د بلغاریا د عدلیې وزارت لخوا خپور شوې راغلې، د سیرګي ادونیف بلغاریايي تابعیت یې په امریکا کې د درغلۍ په یوه قضیه کې د نوموړي د ۲۰ کاله مخکې محکومیت له وجې سلب کړ.
د بلغاریا حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې شتمنو بهرنیانو ته په بلغاریا کې د پانګونو په بدل کې د دې هېواد د تابعیت د پېرودلو پروګرام بندوي.
بلغاریا له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې د اروپايي ټولنې غړیتوب لري او هغه کسان چې بلغاریايي تابعیت ولري د دې ټولنې غړو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي، خو دا هېواد په عین حال کې له ویزې په آزاد تړون شینګېن کې د غړیتوب هڅه هم کوي.
محمد حنیف بیدار

Comments