په درزاب کې ازبکستاني داعشي تکفیريان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ جوزجان: په جوزجان کې د درزاب په سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد او چاپه کې داعشي تکفیريان وژل شوي دي.

دا هوايي بريدونه چې ددې ولسوالۍ په قزلغوچ کلي شوي دي پکې دوه ازبکستاني تکفیریان سراج آکه او سيف الله آکه وژل شوي دي.

په دې عملياتواو چاپه کې د داعش يو مسول او يو بل وسله وال کس هم نيول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې په دې عملياتو کې چې له ځمکې او هوا شوي دي د داعش د وسلو يو زيرمتون او مهم پټځای هم له منځه وړل شوی دی.

باید وويل شي چې په وروستیو کې د ننګرهار په شان په درزاب کې هم د داعشي تکفیريانو ملا ماته شوې او هره ورځ پرې هوايي بریدونه کيږي.

تیره اونۍ هم ددې ولسوالۍ په يو لرې پراته کلي کې په يوه چاپه کې يوه فرانسوۍ ميرمن نيول شوې وه چې پلټنې ترې روانې دي.

باید وویل شي چې د ترهګرو پر ضد د هیواد په ډيرو سیمو کې عملیات پيل شوي دي.

Comments