په دبۍ کې د 12 ملیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز قرار دادونه لاسلیک شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د عربي اماراتو په نړیوال کرکنیز نندارتون کې افغان سوداګرو د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو قراردادونه لاسلیک کړي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پاڼه کې راغلي چې دغه قراردادونه د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ په ځانګړي ډول د زعفرانو او وچې میوې په برخه کې شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دې نندارتون په لومړۍ ورځ ویلي و چې تمه ده د دې نندارتون په ترڅ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شي.
افغان سوداګرو په‌دې نندارتون کې ۲۸ غرفې لري او بېلابېل خوراکي مواد لکه وچه میوه، زعفران او لبنیات یې نندارې ته ایښي دي.
دا نندارتون پنځه ورځنی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments